| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په کابل کې د بیځایه شویو کورنیو لپاره سخت ژمی
16 Jan 2020
دا کورنۍ وایې چې د ژمې په را رسیدو سره،د دوی ستونزې دوه برابره زیاتې شوې دي او حکومت تر اوسه ورته هیڅ راز پاملرنه نه ده کړې.
د هیواد جګړه ځپلي او نا امنه سویلي ولایتونو څخه یو شمیر کورنیو دلته کابل ته پناه راوړې، خو د کابل سوړ ژمي د دوی ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د ځان د تود ساتلو لپاره تودې جامې او د کورونو او ګیږدیو د فضا تودېدو لپاره هم د سوند توکي نه لري،او له بلې خوا هم بی وزلۍ له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
یو له دې بیځایه شویو څخه وویل: مونږ د جګړو لپاره دې ته اړ شولو ترڅو راوتښتو او کابل ته پناه راوړو.له کومه چې کابل ته راغلي یو،له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ یو.د سوند توکي نه لرو چې خپل ځان پرې دود کړو.
هغه ټینګار لري چې تر اوسه دولت ورته هیڅ راز پاملرنه نه ده کړي.

په دې سیمه کې یو شمیر ماشومان ژوند کوي چې له خپلو ماشومانه لوبو څخه لري پاتې او یوې لمړۍ ډوډۍ ته سترګې په لار پاتې دي.
له دې ماشومانو یوه یې وویل: هوا زیاته سړه ده.ذغال او د سوند توکي نه لرو. مونږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو.

دا بیځایه شوي د ښځو او ماشومانو له منځه تلو اړوند کېسې هم لري.
د دوی له منځه یوه ښې وویل چې په تیرو څو ورځو کې،پنځه کسانو د هوا د سړښت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په کې څلور ماشومان او یوه ښځه شامله ده.
له دې ټولو سره دا کورنۍ له حکومت څخه د مرستې په تیره بیا د کور غوښتونکي دي.
په همدې حال کې،طبیعي پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي وایې چې، دولت طبیعي پیښو څخه ۹۰سلنه زیانمنو کورنیو ته رسیدنه کړې ده.
ښاغلي عظیمي ټینګار وکړ چې یوازی لس سلنه زیانمنو کسانو ته د نا امنیو له کبله رسیدنه نه ده شوېږ
د راپورونو پر بنسټ طبیعي پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت د وزارت د شمیرنو پر بنسټ،د هیواد په بیلابیلو برخو کې د وروستیو طبیعي پیښو له کبله ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي

