1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د جنایي جرمونو په تړاو د ۲۲ تنو نیول کیدل

117803579_1776278529176703_5497674962040352632_n
17 Aug 2020

د کابل پولیسو په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو په تور ۲۲ تنه نیولي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا کسان د وسله والو غلاوو، د وسایطو د تښتولو، وژنو، ټپي کولو، د لاسوندونو د جعل، چپاول او ناقانونه وسلو د لیږد په تور، د پلازمینې له بیلابیلو برخو نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې کسانو څخه یو شمیر وسلې او یوه تښتول شوې لیږدوونکې واسطه هم ترلاسه شوي دي.