1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د جنایې جرمونو له زیاتوالي د ولسي جرګې اندیښنه

parlemant-01
06 Jan 2020

یو شمیر قانون جوړونکي د جنایې جرمونو راکمیدو او د وژنو د مخنیوي په برخه کې امنیتي بنسټونه په بی غورۍ تورنوي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې (دوه نۍ، مرغومي ۱۶مه/جنوري۶) یو شمیر استازو په کابل کې د جرمي شبکو د فعالیت زیاتوالي څخه په اندیښنې سره، په دې برخه کې امنیتي بنسټونه په بی غورۍ تورن کړل.

د ولسي جرګې غړی خالد اسد په کابل کې د نا امنیو له زیاتوالي څخه په انديښنې سره وویل چې جرګه دې ژر تر ژره د ځواب وینې لپاره د کورنیو چارو وزارت واکپال او د کابل د پولیسو مشر خپلې غونډې ته راوغواړي.

د دې جرګې بل غړی غلام حسین ناصری هم وویل چې په کابل کې د جنایې جرمونو لمن پراخه شوې او د جرګې د کورني امنیت کمېسیون باید د کابل د پولیسو مشر د امنیت او پولیسو له ټولو آمرانو سره استجواب کړي او حل لاره دې ورته وسنجوي.

هغه ټینګار وکړ چې د کابل خلک د کابل له حالت څخه سخت شکایت لري.

په دې ناسته کې،د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني د کورني امنیت له کمېسیون څخه وغوښتل چې د کابل د پولیسو مشر له ټولو امنیتي حوزو آمرینو سره عمومي غونډې ته استجواب کړي.

په همدې حال کې اجرایې مشر عبدالله عبدالله هم د وزیرانو په شورا کې وویل چې خلک په کابل کې د نا امنیو په تیره بیا جنایې جرمونو له زیاتوالي اندیښمن دي.

ښاغلي عبدالله له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

ستر حکومتي چارواکي په داسي حال کې د جنایې جرمونو اړوند تر نیوکې لاندې راځي چې تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت په تیرو دو اوونیو کې د جنایې جرمونو په تړاوو د نږدی سلو کسانو له نیولو خبر ورکړ.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي