1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د داعش او حقاني د ګډې هستې له منځه وړل

امنیت-ملی-1536x864
06 May 2020

د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د شکردرې ولسوالۍ او د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوندو سیمو کې د ملي امنیت د ځانګړو قطعو د ځواکونو په درییو موخه ییزو عملیاتو کې، د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له منځه وړل شوې.

د ملي امنیت د ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ؛ دا ګډه هسته چې د داعش د کتیبې د مسوول او په کابل ښار کې د حقاني شبکې د ښاري همغږي کوونکي ثناالله په مشرۍ مدیریت کیدله، د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو، د اهل هنود (سیکهانو) په درمسال برید، د شهید مزاری په مصلی ترهګریز برید او په بګرام دوه توغندیز بریدونه کړي وو. همداشان دې هستې، په کابل ښار کې موخه ییز ترورونه ترسره کول.

خبرپاڼه زیاتوي: په دې عملیاتو کې، اته تنه دا ترهګر د ملي امنیت د ځانګړې قطعې د سرتیرو لخوا نیول شوي او پنځه نور جنګیالي وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات چې ۸۲ توپونه، هاوان، دهشکه او ۲۵۰ کیلو چاودیدونکي توکي په کې شامل دي، کشف او ضبط شوي.