1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د دوو چاودنو په پایله کې ۷ تنه ټپیان شول

20201128_091706
28 Nov 2020

په کابل کې نن سهار دوو چاودنو په پایله کې ۵ ولسي کسانو او دوه پوځیان ټپیان شوي دي.

د کابل پولیس وایي چې نن سهار ۷ او دقیقې (قوس/لیندۍ ۸مه) د کابل ښار ۱۱ مې حوزې ګولايي سینما سیمه کې، یو لندکروزر ډوله موټر د یوه چسپکي ماین موخه وګرځید، چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شول.

دویمه چاودنه هم نن سهار ۷ او ۳۵ دقیقې شپږمې حوزې په اړوند امید سبز ښارګوټي ته څيرمه، د یوه فورد ډوله موټر پر وړاندې شوې چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په همدې حال کې، دوه کسان په کابل کې د موخه ییزو وژنو په تړاو نیول شوي دي.

د کابل پولیسو اعلان وکړ چې دا دوه ترهګر تیره ورځ د پلازمینې په پنځه امنیتي حوزه کې د پولیس ځواکونو په اوپراتیفي عملیاتو کې نیول شوي دي.

له دوی څخه یوه قلمي تفنګچه او یوه کمري تفنګچه هم د امنیتي ځواکونو لاسته لویدلې ده.