په پلازمینه کې د جنایي جرمونو له ډیریدو نیوکو وروسته، د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د سترو جرمي کړیو پر نیولو ټینګار کوي.
د کورنیو چارو وزارت واکپال مسعود اندرابي د مجرمینو د خلاصون لپاره د منځګړیو او وسیلو د مخنیوي لپاره، د کابل د امنیتي حوزو له منسوبینو غواړي چې مجرمین له نیولو وروسته حوزو ته ونه لیږي بلکه د څیړنې لپاره سیده بندخونې ته واستوي.
ښاغلی انداربي ټینګار کوي چې د مجرمینو له څیړنې وروسته باید نورې جرمي کړې هم ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت مخکې له دې هم پولیسو ته سپارښتنه کړې وه چې له مجرمینو سره په جدي توګه چلند وکړي او د مقاومت په صورت کې پر هغوې دزې وکړي.