1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د سیکانو په عبادتځای یرغلیز برید پایته ورسید

هنود
25 Mar 2020

د کورنیو چارو وزارت وایي چې یو وسله وال بریدګر درمسال ته دننه شوی او له امنیتي سرتیرو سره یې نښته پیل کړې چې په پایله کې یې د هنود اهل ۲۵ هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اتنه نور ټپیان شوي دي.

 

کابل د یوې نسبي آرامۍ وروسته، نن (څلورنۍ، اوري شپږمه/مارچ۲۵)، د خونړي برید شاهد وو؛ نن سحار، کله چې یو شمیر سیکان په عبادت بوخت وو، یو وسله وال په لومړۍ ناحیه کې درمسال ته دننه او پر هغو یې ډزې پیل کړي.

خو امنیتي سرتیري د دې برید څو شیبې وروسته سیمې ته رسیدو سره، د شپږو ګړیو وروسته وتوانیدل چې بریدګر له پښو وغورځوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین رسنیو ته ویلي چې په دې پيښه کې؛ ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ټپيان شوي او ځانګړې قطعې اتیا ته چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، له دې سیمې بهر کړي دي.

دا برید له ډيریو غبرګونونو سره مخ شو.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي دا برید غندلی او د بشر ضد جنایت یې بللی دی.

عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او ویلي چې “جنایت کوونکي” هڅه کوي چې افغانستان ته “مذهبي او ټولنیزې شخړې” راوغځوي، خو هغوی په ماتې محکوم دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا برید د بشر ضد جنایت بللی او ویلي دي چې په مذهبي ځایونو برید، د دښمن د “کرکې لوړه کچه” ښکاره کړه.

طالبانو د دې برید پړه پرغاړه نده اخیستې، خو داعش ویلي چې دا برید د دوی کار وو.

 

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک