1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د طالبانو د ترهګریزو بریدونو د یوه طرحه کوونکي نیول کیدل

109901890_3111952772174820_2835572618837618522_n
21 Jul 2020

امنیتی ځواکونو په کابل کې د طالبانو د وسله والو ترهګریزو بریدونو یو طرحه کوونکی ونیولو.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ بریالی چې د کابل د قره باغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ترهګریزو او ویجاړونکو برنامو تنظیم کوونکی دی تیره شپه د دې ولسوالۍ په باغ علم کلي کې د ۱۱۱ فرقه یي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې بریالی د قره باغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومل شوي ولسوال جمیل ورور دی. خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.