د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید طراح ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د پینځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ موخه ییز عملیاتو په پایله کې د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید د طرحې په تړاو د ترهګرو طالبانو یو مخکښ غړی نیولی دی.
په دې عملیاتو کې د توغندیز برید د طراح د نیول کېدو سربېره، درې تنه نور هم نیول شوي دي.
یادې ډلې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په پغمان ولسوالۍ کې د ترورېستي بریدونو په طرحې او سازماندهۍ کې فعال نقش درلود.
له نیول شویو کسانو څخه دوه سیټه موبایلونه او یو شمېر اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي دي.
خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.