کابل نن سهار هم د یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنې شاهد وو.
د کابل پولیس وایي نن سهار اوه بجې (درې نۍ،زمري۲۱) د یولسمې حوزې اړوند کې د یوه فرونر موټر مخې ته ځای پر ځای شوی ماین وچاودید چې د دې پيښې په پایله کې یو کس مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
تراوسه د دې پيښې پړه کومې ډلې پر غاړه نده نیولی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د خوځښتونو، د طالبانو بریدونو او ماین چاودنو په پایله کې ۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه د کورنیو چارو وزارت د دې ګزارش په اړه غبرګون ندی ښودلی.
دا په داسې حال کې چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د خپرونو مشر ذبیح الله فرهنګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پایله کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله خواشینونکي بللی او ویلي یې دي چې جګړه مارې خواوې د جګړو پرمهال ملکي حقونو ته درناوی نه لري، نو له همدې کبله د ملکي مرګ ژوبلو کچه لاهم لوړه ده.