د عامې روغتیا وزارت وایي چې دا کار خونه په ورځ کې لس زره (۱۰۰۰۰) محافظتي روغتیايي بستو د تولید وړتیا لري.
د ماسکونو او روغتیایي محافظتي بستو لومړنۍ کارخونې نن (درې نۍ وري ۲۷/ اپریل ۱۴) په کابل کې په فعالیت پیل وکړ.د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل چې دا کارخونه په ورځ کې د لس زره روغتایي محافظتي بستو د تولید وړتیا لري.
ښاغلي فیروز د روغتیایي کارکونکو لپاره د محافظتي بستو د برابرولو په برخه کې د دې کارخونې جوړښت یو نیک ګام وباله او زیاته یې کړه:په نړیوالو بازارونو کې د ماسکونو او روغتیایي محافظتي بستو بیو لوړ والي ته په کتو،د دې کارخونې جوړښت مونږ سره د محافظتي بستو په چمتو کولو کې مرسته کوي.”
د عامې روغتیا وزیر همدا شان د هغو روغتیایي کارکونکو له کړنو چې له کرونا ویروس سره مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي،ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا وزارت هڅه کوي ترڅو د دوی تنخوا لوړه کړي.
هغه همدا شان د کوید۱۹ نا روغانو رواني حالت ښه والي ته ګوتڅنډنه وکړه او زیاته یې کړه:په کرونا ډيری اخته کسان د رواني اندیښنو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او مونږ د کرونا نا روغانو د روان ښه والي لپاره رواني سلاکاران ګماروو. ”
د عامې روغتیا د وزارت د شمیرنو پربنسټ په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۴۹ مثبتې پیښې په هیواد کې ثبت شوې چې له دې سره په افغانستان کې په دې ویروس اخته کسانو شمیر ۷۱۴ ته لوړ شو.او له دې منځه تر اوسه ۴۰ کسان روغ شوي او ۲۳ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ښاغلي فیروز همدا شان له خلکو وغوښتل چې کرونا جدي وګڼي او د خپل ځان او خلکو د ساتنې لپاره روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي