1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د ناپیژانده وسله والو کسانو له لوري د یوه قاضي وژل کیدل

59438 (2)
05 Dec 2020

ناپیژانده وسله والو کسانو په کابل کې یو قاضي وژلی دی.

د کابل پولیس د دې پخلی کوي چې قاضي عبدالجمیل عفیفي تیره ورځ (لیندۍ/قوس ۱۴مه) د کابل ښار اتمې ناحیې په اړوندو رحمان مینه سیمه کې د جمعې له لمانځه وروسته د ناپیژانده وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.

سترې محکمې تر اوسه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل پولیسو تر اوسه د دې پيښې په تړاو څوک نه دي نیولي.