1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د ناکراریو ډیرښت؛ د پلازمینې اوسیدونکو د امنیتي بنسټونو کړنې د شرم وړ وبللې

کابل-ناامنی
23 Sep 2020

د کابل یو شمیر مدني فعالان او استوګن د جنایي جرمونو او غلاوو د ډیریدو له کبله، د امنیتي بنسټونو په کړنو نیوکې وکړې.

 

دوی نن (څلورنۍ، تلې دویمه)، د کابل په یوې څنډه کې د اعتراضي غونډې په ترڅ کې، د جنایي جرمونو او وسله والو غلاوو له پلوه د پلازمینې ورځینی وحشت د واټیز تیاتر په څوکاټ کې انځور کړ.

مدني فعال، شریف وطندوست په دې اعتراضي راټولیدنه کې وویل، نارکرارۍ او وسله والې غلاوې چې ډیرۍ د وژنو لامل ګرځي، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې په خورا کچه ډیرې شوي.

هغه زیاته کړه چې د جرمونو د کچې لوړیدو، د پلازمینې د اوسیدونکو لپاره شرایط ستونزمن کړي او د ښار په کچه یې وحشت خپور کړی دی.

د اعتراض کوونکو په وینا؛ د کابل ښار فرعي کوڅې د شپې پرمهال د غلو لپاره په امنه ځایونو اوښتي او حتې د ورځې په لړ کې، د دې ښار اوسیدونکي په کوڅو کې خوندي ندي.

د کابل اوسیدونکې او د تیاتر لوبغاړې، تمنا حیدري هم وویل چې وسله والو غلاوو، د ښار خوندیتوب له دوی څخه اخیستی دی.

هغې له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د جنایي جرمونو د کچې د ټیټیدو په برخه کې اغیزمنې تابیاوې ونیسي.

په دې وروستیو کې د کابل د پولیسو شپږمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې، خبریال امان فرهنګ د وسله والو غلو لاس ته لویدلی.

ښاغلی فرهنګ آرزو ټلویزیون ته وایي چې وسله والو غلو، د ده پیسې او کارټونه له ځانه سره وړي او دی یې له موټره بهر غورځولی. دی پولیس له داشان پیښو د هیوادوالو شکایتونو ته د رسیدنې په برخه کې په ناغیړۍ تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي تړون برنامه چې پر بنسټ یې هیوادوال د منظو تړونونو لاسلیکولو سره له امنیتي بنسټونو سره د سیمو د امنیت د ټینګښت په برخه کې ونډه اخلي، له څو مودې راپدیخوا په هیواد کې پیل شوې ده.

د کابل پولیس هم ویلي چې امنیتي سرتیري د جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.