دا سیالۍ پرون(څلور نۍ/چهارشنبه د چنګاښ/سرطان په ۲۶مه)وروسته له غرمې د افغانستان د بدن روزنې د ریاست په سټدیوم کې پيل شوې.
د بدن روزنې ریاست وویل دا سیالۍ د نجونو او هلکانو د هندبال لسو ټیمونو ترمنځ د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخستنې سلمې کلیزې په ویاړ په لاره اچول شوې دي.
تمه ده دا سیالۍ د څلورو ورځو لپاره دوام ولري او په پای کې په ملي لوبو کې د ګډون لپاره ۲۸ لوبغاړي د نجونو او هلکانو کابل الف او کابل ب ټیمونو کې غوره کیږي.
د هندبال ملي سیالۍ،سږکال د کابل په کوربه توب د هیواد له سرتاسر څخه د هندبال لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي