په کابل کې د واد په مراسمو کې د ځانمرګی برید د مرګ ژوبلې شمیر ۶۳ وژل شویو او ۱۸۲ ټپیانو ته ورسید.
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې تیره شپه ۱۰ او ۴۰ دقیقې یوه ځانمرګی بریدګر د کابل ښار په لویدیز کې ځانته چاودنه ورکړې چې په دې پیښه کې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۲ نور ټپیان دي چې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.
په همدې حال کې د هیواد اجرایې مشر عبدالله عبدالله د دې برید په غبرګون کې وایې چې ترهګرو یو ځل بیا په ډاګه کړه چې هیڅ دین او آین ته ارزښت نه ورکوي او د هغوی دا کړنه د بشر ضد او جنایې جنایت دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي