نن سهار یو شمیر وسله وال بریدګر په کابل کې، د سیکهانو درمسال ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي، دا ځانمرګي بریدګر نن سهار ۷ او ۴۵ دقیقي، د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمو کې یوه درمسال ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره نښته کوي.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې سیمې ته د ځانګړو ځواکونو رسیدو سره، د درمسال لومړی پوړ چڼ شوی او یو شمیر بند پاتي شوي کسان هم ژغورل شوي دي.
د ښاغلي آرین په وینا، د ولومړنیو مالوماتو له مخې، د ځانمرګو بریدګرو شمیر څلور تنه دی.