1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د وسله والو غلو یو خطرناکه مشر ونیول شو

CAC6C5A7-27D8-4A12-A8F8-EAFA9320C9EC_w1200_r1_s
04 Nov 2019

 

د کورنیو چارو وزارت وايي په بابک مشهور شریف الله چې د کابل ښار یو له خطرناکو مجرمینو او د وسله والو غلو د یوې ډلې مشر دی، پرون د (لړم/عقرب د نومبر په ۳ مه)د کابل ښار د نهمې حوزې په اړونده سیمو کې ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت وایې دا کس له څو مودې را په دې خوا د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو چې تیره ورځ د کابل په هودخیلو سیمه کې ونیول شو.

نیول شوی کس چې د یوې شپږ کسیزې ډلې مشري یې پر غاړه درلوده د کابل ښار د یوه اوسېدونکي په وژنې هم تورن دی.