په کابل کې وسله والو مخالفینو یو مدافع وکیل په دزو ووژلو.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي تیره ورځ وسله والو مخالفینو (د لیندۍ۲۵) د کابل پنځلمې حوزې اړوندو کې یو مدافع وکیل حشمت الله په دزو ټپي کړ چې وروسته بیا په روغتون کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ښاغلی فرامرز زیاتوي چې د دې پيښې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي چې د هغوې دوسیې د لا ډیرو څیړنو لپاره عدلي او قضایي بنسټونه استول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې په دې وروستیو کې موخه ییزې وژنې ډیرې شوي چې د هیوادوالو د اندیښنې لامل هم شوی دی.