1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د پنځو څارنوالانو وژنه له غبرګونونو سره مخ شوې ده

Zalmi-Khalilzad-Afghanistan
23 Jun 2020

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو او د ډلې پر نورو غړو، چې د بندیانو د خلاصون چارې یې تسهیلولې، برید په کلکه غندلی او د دې پیښې د عاملینو د پیزندنې غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلی خلیل زاد وایي چې دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو: ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي خو حکومت او طالبانو نباید له داشان پیښو ډار ولري او ژر تر ژره دې د افغانانو تر منځ خبرو اترو پیل لپاره ګام پورته کړي او دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي او مونږ یې تر څنګ ولاړ یوو.

د همدې اوونۍ د دوه نۍ په ورځ ( چنګاښ ۲ مه/جون ۲۲) پنځه څارنوالان د کابل په ده سبز سیمه کې د ناپیژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شول.