نن سحار د اوو بجو شاو خوا ( درې نۍ، د سلواغې ۲۲/فبرورۍ۱۱)، د کابل نسبي آرامتیا، یو ځل بیا د چاودنې له غږ سره له منځه ولاړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي، چې په دې پيښه کې د څلورو پوځیانو په ګډون شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداشان ۱۳ تنه نور چې پنځي پوځیانو او اته ملکي وګړي دي، ټپیان شوي دي.
ښاغلیي رحیمي زیاته کړې: “د دې پيښې په پایله کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي. همداشان په دې ترهګریز برید کې څلور پوځیان شهیدان او پنځه نور ټپیان شوي. “
له دې سره سم، د کورنیو چارو وزارت د پيښې په سیمه کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر د موندل کیدو او شنډیدو خبر ورکړ.
د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون سیمه، د څووم ځل لپاره د چاودنو او خونړیو پیښو شاهده پاتې شوې. د سیمې اوسیدونکي هم له حکومت څخه غواړي چې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون قراول باید له دې سیمې ولیږدول شي.
د هغو په اند، په دې سیمه کې چاودنو، تل دوی زیانمن کړي دي.
که څه هم د دې پيښې پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې، خو د کورنیو چارو وزارت لومړني اطلاعات ښيي چې دا چاودنه د طالبانو ډلې کار وو.
له دې سره، حکومت او یو شمیر سیاسیونو دا چاودنه غندلې ده.
د ولسمشر په حواله د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان لوی ولس د تاوتریخوالي د پایته رسیدو، د جګړې د ختمیدو، اوربند او تلپاتې او باعزته سولې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړیتوب هم دی، غوښتونکی دی. د افغانستان دولت تلپاتې او باعزته سولې ته د رسیدو لپاره روښانه برنامه او ژمنه لري.
له دې سره، د کابل ښار په وروستیو میاشتو کې د چاودنو له پلوه، کراره وو. خو دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې اوس مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدو پر سر خبرې روانې دي.
ژباړه: شمس الرحمن سباوون خپلواک