1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي تابیاوې جدي نه نیول کیږي

مایار
28 Mar 2020

د روغتیا وزارت وایي چې په پلازمینه کې د ګرځبندیز سره سره، په کابل ښار کې ګنه ګوڼه لږه شوې نده.

 

د روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار نن (پیلنۍ، اوري نهمه/مارچ ۲۹)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په پلازمینه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره تابیاوې، جدي ندي نیول شوي.

د هغه په وینا، حکومت تیره ورځ په کابل کې د درییو اوونیو لپاره د ګرځبندیز طرحه تصویب کړه، خو لا هم دا طرحه د هیوادوالو له لورې جدي نده ګڼل شوې او پلازمینه د تیر په څیر، د خلکو د ګڼې ګوڼې شاهده ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د کرونا ویروس د پیښو اړوند وویل: په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس له ۱۰۲ شکمنو پیښو، ۱۵ پیښې یې مثبتې تشخیص شوي.

هغه زیاته کړه: د کرونا ویروس د نویو ۱۵ پيښو له ډلې، یوولس پيښې یې په هرات، درې پیښې په فراه او یوه پيښه په غزني ولایت کې ثبت شوې د.

د کرونا ویروس د ۱۵ نویو مثبتو ثبتیدو سره، د هیواد په کچه د مثبتو پیښو ټولیز شمیر، ۱۰۶ ته رسیدلی دی.

د روغتیا وزارت ویاند همداراز وایي چې په سمنګان ولایت کې په کرونا ویروس یو اخته کس روغ شوی او اوس د روغ شویو کسانو شمیر، ۵ ته ورسید.

مایار د دولتي روغتونو او روغتیايي مرکزونو د فیس د معافیدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه؛ د روغتیا وزارت چې له ناروغانو ناڅیزه فیس ترلاسه کوه، د حال تر ښه کیدو معاف شوی او خلک وروسته له دې د دې فیس د ورکولو لپاره اړ ندي.

هغه یو ځل بیا له هیوادوالو وغوښتل چې د کرونا ویروس د لا خپریدو د مخنیوي لپاره، د ګرځبندیز د پلي کولو ترڅنګ، د دې وزارت روغتیايي سپارښتنو ته هم جدي پاملرنه وکړي.