1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د ګرځبندیز د جدي نه ګڼلو له کبله نیوکې

کابل
29 Mar 2020

د کورنیو چارو وزارت هیښتیا ورکوي چې په کابل کې د کوویډ-۱۹ د مخنیوي لپاره د نه پاملرنې  د دوام په صورت کې، پولیس د ګرځبندیز د عملي کولو لپاره، د قانوني چلند د غوراوي پرته، بله لار نلري.

 

په کابل کې د ګرځبندیز په دویمه ورځ، ډیرۍ هټۍ او بازارونه پرانیستي وو؛ په واټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم ډیره وه او ډیریو موټرونو کې هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د تګلارې پرخلاف، څلور سپرلۍ سپرې وې.

د کابل یو شمیر اوسیدونکي په ښار کې د خلکو په ګڼې ګوڼې د نیوکې ترڅنګ، له حکومت څخه غواړي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره، جدي تابیاوې ترلاس لاندې ونیسي.

له بلې خوا، د کورنیو چارو وزارت واکپال هیښتیا ورکوي که په کابل کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره تابیاوې جدي ونه نیول شي، پولیس به له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.

په دې منځ کې، د کابل یو شمیر اوسیدونکي وایي چې دوی د اړتیا او د خپلو ماشومانو لپاره د نفقې د موندلو لپاره، د کابل واټونو کې تګ را تګ کوي.

محمد انور چې د کابل اوسیدونکی دی، وایي چې فقر او په کور کې د ډوډۍ د نشتون له کبله یې، له ذهنه د کرونا ویروس ګواښ بهر کړی او دا یې اړ کړی چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره، ښار ته راووځي.

دی له حکومت څخه غواړي چې په داسې حالاتو کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي. له دې سره، حکومت د پیلنۍ له ورځې د درییو اوونیو لپاره په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

د حکومت د پریکړې پر بنسټ، په دې موده کې د عامې روغتیا وزارت، امنیتي سرتیرو او هغه بنسټونه چې دندې یې مهمې دي پرته، ټول بنسټونه رخصت دي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک