1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د یوې کورنۍ څلورو غړو وژل کیدو په تړاوو د حکومت غبرګون

83869315_860077201091816_5958715134003118080_n
21 Jan 2020

ولسمشرغني په کابل کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو وژل کیدل دردونکی ناوړین او ستر جنایت بللی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني د دې پیښې په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست ته سپارښتنه کړې چې ډیر ژر دې د دې پېښې عاملین تر نیولو وروسته عدلي او قضایې بنسټونو ته وسپاري.

د یوې نۍ پر ماښام ناپیژانده وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي د کابل ښار په اوومه ناحیه کې په تېشې وژلی او له سیمې تښتیدلې دي.

د وژلو شویو کسانو په منځ کې درې ماشومان او یوه میرمن شامل دي.