د دویم ځل لپاره په کابل کې روغتیاپالانو د دوو نښلیدلیو ماشومانو د جلا کولو عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل.
دا سره نښلیدلي ماشومان چې دواړه نجونې دي او په هرات کې د زیږیدو دوه ورځې وروسته، د فرانسې طبي انسټیټوټ کې د عملیات لپاره کابل ته لیږدول شوي دی.
متخصص روغتیاپال او د دې عملیاتو جراح، محمد طارق رحیمي په دې تړاو وویل، چې دا ماشومان د بطن، سینې لاندې، زړه او ځیګر له اړخه سره نښلیدلي وو چې په یوه شپږ ګړۍ پیچلي عملیات کې، په بریالیتوب سره جلا کړای شول.
هغه زیاته کړه چې د دې ماشومانو روغتیایي حالت اوس ښه دی او له دې عملیات څخه د څلورو ورځو تیریدو سره، تراوسه ورته کومه ستونزه نده پيښه شوې او کولای شي په عادي بڼه شیدې وڅښي.
د جراحي شویو ماشومانو پلار، ګلبدین آرزو ټلویزیون ته وویل چې دوی د دې ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو هیله نه درلوده، خو عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو او اوس د هغو حالت مخ په ښه کیدو دی.
د ماشومانو د جراحۍ متخصص، همایون غیرت مل هم وویل چې دا ماشومان په شخصي لګښت او د دې روغتون د مرستو په پایله کې عملیات شوي.
نږدې شپږ کاله مخکې هم په بدخشان کې دوه نجونې سره نښلیدلې زیږیدلې وې چې په بریالیتوب سره جلا کړای شوې وې.