1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې ماین چاودنه، نږدې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۴۴۴۴۴
03 Jun 2021

د کابل پولیس وايي چې په پلازمینه کې د ملکي کسانو پر موټر ماین چاودنه کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې څلور نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نن له غرمې وروسته ۱ بجه او ۴۵ دقیقې د ولسي کسانو یو تونس ډوله موټر د پلازمینې شپږمې ناحیې په اړوند چهارقلعه عمومي واټ کې د ماین چاودنې موخه وګرځيد.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پیښه کې څلورو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې څلور نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.