د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل لسمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې د چاودنې په لړ کې، درې تنه وژل شوي او لس تنه نور هم ټپیان دي.
دا پيښه نن له غرمې وروسته (درې نۍ، لړم شپږمه)، ۱:۳۰ نیمې بجې د سرای چقرک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وویل چې دا چاودنه د مقناطیسي ماین له کبله وه او یوه سراچه ډوله موټر یې موخه ګرځولی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پيښه کې درې ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس تنه نور هم ټپیان دي.
د دې چاودنې پړه تراوسه چا یا کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې.