1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې موخه ییزې وژنې؛ ملګرو ملتونو د ملکي وګړو د وژنو دوام خواشینوونکی بللی

تلفات-افراد-ملکی
23 Dec 2020

د ترهګریزو او جنایي پيښو ډیریدو سره هم مهاله، ملګرو ملتونو هیښتیا ورکړې چې د داشان پيښو دوام به د سولې بهیر کمزوری کړي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر په هیواد او په ځانګړې توګه په پلازمینه کې د موخه ییزو وژنو او ترهګریزو پيښو د ډیریدو په غبرګون کې هیښتیا ورکړې چې داشان پيښې به د سولې بهیر کمزوری کړي.

یوناما اعلان کړی چې یواځې په تیرو څلورو ورځو کې، د پارلمان د یوه غړي، یو خبریال، د روغتیاپالانو د یوې ډلې او د ټاکنو د څار د یوه بنسټ د مشر د موخه ګرځیدو شاهد دی او له حکومت څخه په دې پيښو کې د ښکیلو کسانو د مجازاتو غوښتونکی دی. 

دې بنسټ لیکلي: د داشان وحشتناکو پيښو پازه په ندرت پرغاړه اخلي او اغلباْ دا بریدونه پر هغو کیږي چې د یوې خلاصې ټولنې لپاره کار کوي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي دي: په افغانستان کې د ملکي وګړو موخه ییزې وژنې په کلکه خواشینوونکي دي. یوناما د یو شمیر برسجته ښاریانو د لاسه ورکولو له کبله ویرجنه ده او د دې بریدونو د غندنې ترڅنګ، له چارواکو غواړي هغه کسان چې په کې ښکیل دي، ورته سزا ورکړي.

د ناپيژاندو ډلو له لورې د ترهګریزو او جرمي پيښو ډیروالی، له کلک کورني او بهرني غبرګون سره مخامخ شوی او یو شمیر سیاسیون، حکومتي بنسټونه د امنیت په ټینګښت کې په ناغیړۍ تورنوي.

د چاودنو او موخه ییزو وژنو د ډيریدو اړوند د ولسي جرګې غبرګون:

ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې (څلورنۍ، مرغومې درېیمه)، حکومت په کورنیو ناندرو او په امنیتي بنسټونو کې په سلیقه یي ګومارنو تورن کړ او د دې بهیر پایله یې کړکیچ زیږوونکې وبلله.

د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني په دې ناسته کې وویل: د خلکو د زغم کاسه نسکوره شوې. له ولسمشر غواړم چې د امنیتي مسوولینو اړوند بیاکتنه وکړي.

ښاغلي رحماني همداراز وویل چې په بنسټونو کې سیاسي عزل و نصب، د حکومت نظم له ګډوډ کړی چې باید ترې ډډه وشي؛ که نه هیواد به د کړکیچ په لور ولاړ شي.

د ولسي جرګې غړي، غلام حسین ناصري له ارګ او سپیدا څخه وغوښتل چې ډله ییزې ناندرې په څنګ پریږدي او په یووالي سره خوځښت ولري. که نه، خلک به لا ډیرې قربانۍ ورکړي.

د ولسي جرګې بل غړي، محمدعارف رحماني هم ویلي چې ملي امنیت له لویو ستونزو سره مخ دی او د امنیتي تړون پایله هم برعکس ده.

د جرګې بل غړي، الله ګل مجاهد په دې ناسته کې د کابل پولیس د خلکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې په ناغیړۍ تورن کړل. مجاهد وویل: حکومت د امنیت توان نلري، باید خپله د خپل امنیت ټینګ کړو. په حکومت کې هر څوک په خپلو ناندرو بوخت دی.

چاودنې او موخه ییزې وژنې په ځانګړې توګه په کابل کې د ډیریدو په حال کې دي چې له تیرو دوو میاشتو ډيره موده کې، د کابل د امنیت د ټینګښت پازه د ولسمشر لومړي مرستیال ته سپارل شوې ده.

امرالله صالح که څه هم طالبان په کابل کې د ډیریو چاودنو د پيښو عامل یادوي، خو دې ډلې تل  په داشان پيښو کې لاس لرل رد کړي دي.