په کابل کې د پوهنتون د یوه استاد په ګډون پنځه تنه په دوو جلا پیښو کې وژل شوي دي.
د کابل د پولیس مشرۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې نن ( غویي ۴مه) سهار څلور امنیتي سرتیري د پغمان ولسوالۍ په څلورمې ناحیه کې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وژل شوي دي.
ښاغلی فرامرز زیاتوي چې نن سهار شپږ نیمو بجو په شاوخوا کې هم د کابل ښار څلورمې ناحیې په اړوندو سیمو کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد رافیع عثماني هم د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.
تر اوسه د دې پیښو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
پولیس په دې اړه د پلټنو له پیله خبر ورکوي.