1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې په دوو جنایي پيښو کې د لسو تنو مړینه

جرایم-جنایی
17 Feb 2020

په کابل ښار کې په دوو جنایي پيښو کې، لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

د کابل پولیس وایي، په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په نشه یي توکو ۹ تنه روږدي کسان په مرموز ډول د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې وژل شوي او د احمد شاه بابا په مینه کې یو صراف هم د وسله والو غلو له لورې وژل شوی دی.

خو د کابل د لویدیځ یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې وژل شوي کسان، په نشه يي توکو روږدي نه وو.

له بلې خوا د دې پيښې د قربانیانو یو شمیر خپلوان، پولیس د امنیت په ټینګښت کې په بې غورۍ تورنوي.