په کابل کې یوه کس خپل زوی وژلی دی

یوه کس په پلازمینه کې خپل زوی وژلی دی. د کابل پولیس وايي چې یوه کس د پلازمینې لسمې ناحیې په اړوند چهارقلعه وزیرآباد سیمه کې خپل ۱۷ کلن زوی وژلی دی. د پولیسو په وینا لومړنیو پلټنې ښيي چې دا پیښه د کورنیو ستونزو له کبله رامنځته شوې ده.