سرچینو ویلي چې تراوسه د مشخصه وزارتونو لپاره د کسانو پيژندنې اړوند، د عبدالله عبدالله او د هغه د ملګرو ترمنځ وروستۍ پریکړه نده شوې.
عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو ویلي چې مولوي شهزاده شاهد، نوررحمان اخلاقي، مصطفی مستور، بشیر احمد تهینج، سیدسعادت منصور نادري، فضل احمد معنوي، مسعود اندرابي، معصومه خاوري، انورالحق احدي، کنشکا ترکستاني، قدرت الله ذکي، حسن عبداللهي، عباس بصیر او نجیب آقا فهیم، هغه څهرې دي چې د سپیدار له لورې په نوې کابینه کې د غړیتوب لپاره پرې لومړنۍ هوکړه شوې ده.
د دې سرچینو په وینا، تراوسه عبدالله عبدالله او سیاسي ملګري یې ندي توانیدلي چې په مشخصو وزارتونو کې د دې کسانو د حضور اړوند وروستۍ پریکړه وکړي.
د ولسي جرګې دویم منشي، حجت الله خردمند په دې اړه آرزو نیوز ته وویل: د ګزارشونو پر بنسټ، په تیرو دوو ورځوکې د سپیدار د وړاندیز شویو نوماندانو نوملړ لږ تر لږه دوه ځلي چمتو شوی خو د اختلافونو له کبله له بدلون سره مخ شوی.
د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي هوکړې پر بنسټ، ښاغلی عبدالله واک لري چې د کورنیو چارو، اقتصاد، عدلیې، لوړو زده کړو، کډوالو چارو، کار او ټولنیزو چارو، قومونو او قبایلو، د سولې په چارو کې د دولت د وزارت او مخابراتو وزارتونو لپاره نوماندان وپيژني.
سپیدار ماڼۍ تراوسه د دې نوملړ اړوند څه ندي ویلي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د نوې کابینې د بشپړیدو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي وویل چې د پام وړ پرمختګ مو کړی دی او نوې کابینه به په نږدې راتلونکي کې د باور رایې د ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته وپيژندل شي.
د یادونې ده؛ تراوسه د بهرنیو چارو، مالیې، پوهنې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پترولیم، ښځو چارو، ښار جوړونې لپاره نوماند وزیران او د ملي امنیت د عمومي ریاست او همداراز د مرکزي بانک لپاره نوماندان د ولسمشر غني له لورې پيژندل شوي دي.