1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کاپیسا کې د واده په مراسمو کې د هاوان یوه ګولۍ لګیدلې

کاپیسا-1536x1087
30 May 2021

په کاپیسا کې د واده په مراسمو د هاوان یوې ګولۍ لګیدو په پایله کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالشایق شورش وايي چې د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د هاوان یوه ګولۍ لګیدلې ده.

ښاغلی شورش زیاتوي چې په دې پیښه کې د ماشومانو په ګدون ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان دي.