1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کاپیسا کې چاودنې ۱۴ تنه مړه او ټپیان کړل

کاپیسا-انفجار
03 Jan 2021

د کاپیسا د پولیسو ویاند، شایق شورش وایي چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته (یوه نۍ، مرغومې ۱۴)، رامنځته شوه.

 

د هغه په وینا، به دې پيښه کې د کاپیسا د عالمانو شورا مشر موټر چې د کابل په لور په تلو وو، د مقناطیسي ماین چاودنې موخه وګرځید.

ښاغلي شورش زیاته کړه چې په دې پيښه کې، پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د کاپيسا د عالمانو شورا د مشر په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

تراوسه د دې چاودنې پړه چا یا کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې.