د بلخ د عامې روغتیا ریاست وایي، چې په کوویډ-۱۹ د شپږو اخته کسانو درملنې لپاره د روغو شویو د وینو پلازما ګټنه شوې او مثبته پایله یې ورکړې.
د بلخ د عامې روغتیا مشر، نظام الدین جلیل د جمعې په ورځ (غبرګولي۲۳/جون۱۲)، رسنیو ته په دې ولایت کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د روغو شویو د وینې د پلازما د بریالي پلي کیدو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه چې د لومړي ځل لپاره دا بڼه درملنه په شپږو ناروغانو چې حالت یې نازک وو، پلې شوې چې اوس د دې ناروغانو حالت په ښه کیدو دی.
د ښاغلي جلیل په وینا، د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د وینې د پلازما د بریالي پلي کیدو سره هم مهاله، د عامې روغتیا وزارت، په ټولو ولایتونو کې د روغتیا سکټور مسوولینو ته د دې کار سپارښتنه کړې ده.
د ګزارشونو پر بنسټ، د کوویډ-۱۹ د ناروغانو د درملنې لباره د روغو شویو کسانو د وینې د پلازما د پلي کولو دې بڼې، اوس مهال په چین او یو شمیر نورو هیوادونو کې مثبته پایله ورکړې.
له بلې خوا، د روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د ۶۵۶ نویو مثبتو پيښو د ثبت خبر ورکوي.
د روغتیا وزارت د عامه اړیکو پازوال سجاد جامع وویل، په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په دې ویروس ۲۰ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او له ۶۰۰ ډیر هم روغ شوي دي.
له دې ټولو سره، د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو ورځو کې په هیواد کې د روغو شویو کسانو شمیر په ډیریدو دی او تراوسه درې زره او ۹۲۸ تنه روغ شوي.
دې وزارت تل له هیوادوالو غوښتي چې د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره، په دې ویروس د اخته کیدو مخنیوی وکړي.