د عامې روغتیا وزارت واکپال، د کرونا ویروس په روغتونونو کې د آکسیجن د کمښت د ستونزې د هواري لپاره د هڅو خبر ورکړ.
په پلازمینه کې د کوویډ-۱۹ روغتونونو کې د آکسیجن د کمښت او د درملو د نشتون اړوند د پراخو نیوکو سره سم، د عامې روغتیا وزارت د دې ستونزو د هواري لپاره د نویو ګامونو د اوچتولو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمدجواد عثماني، نن (درې نۍ، چنګاښ۱۰/جون۳۰)، په یوې ناسته کې وویل چې دفاع وزیر تیره ورځ د آکسیجن ۲۰۰ تش بالونونه د دوی په واک کې ورکړي او په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د کابل په روغتونونو کې په دې برخه کې هیڅ شکایت ندی شوی.
ښاغلي عثماني زیته کړه، تمه ده د روغتیا وزارت په لنډ مهال کې، په هیواد کې دننه او بهر زر تش بالونه او د آکسیجن د تولید ۵۰۰ کوچنۍ دستګاوې له چین څخه وپیري.
د علي جناح، افغان جاپان او شیخ زاهد روغتونونو کې د آکسیجن د تولید پر سیستم د پانګونې او له ایران، چین او جاپان څخه د دستګاوو پیرلو سره د تدارکاتو بهیر پیل، هغه نور څه دي چې دا وزارت یې خبر ورکوي.
له بلې خوا، د کابل والي وایي چې دوی چمتو دي چې د دې ستونزې د هواري لپاره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د کرونا ویروس د ۲۷۹ نویو مثبتو پيښو د ثبت خبر ورکړ.
اوس مهال په هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۳۱زره او ۵۱۷ تنو ته رسیږي چې له دې منځه ۷۴۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څوارلس زره او ۳۶ تنه هم ښه شوي دي.