د عامې روغتیا وزارت وایي، که دا ویروس جدي ونه نیول شي، ۱۶ میلیونه وګړي به په کرونا اخته او نږدې ۱۱۰ زره تنه به قرباني شي.
د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز نن (درې نۍ، اوري پنځمه/مارچ ۲۴)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په کچه د کرونا دوه مثبتې پیښې ثبت شوي او د دې ویروس د مثبتو پیښو ټولیز شمیر، ۴۲ ته ورسید.
هغه زیاته کړه: “له دې شمیره، ۲۲ پیښې یې په هرات، څلور پيښې په سمنګان، درې پیښې په بلخ، درې پیښې په لوګر، دوه پیښې په کابل، دوه پيښې په زابل، دوه پيښې په فراه او په کاپيسا، دایکندي، کندهار او بادغیس ولایتونو کې، یوه-یوه پیښه ثبت شوې ده. “
د هغه په وینا، دوه نوې پيښې چې ثبت شوې دي، یوه یې په لوګر ولایت کې او دویمه یې په سمنګان کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي لپاره، د دې وزارت د سپارښتنو، امرونو او پیغامونو په جدي نیولو د ټینګار ترڅنګ وویل: دې ته د نه پاملرنې په صورت کې، وړاندوینه کیږي چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه خلک په کرونا ویروس اخته شي او نږدې ۷۰۰ زره تنه به، روغتونونو ته لاړ شي.
ښاغلي فیروز هیښتیا ورکړه: د ۷۰۰ زرو تنو له ډلې، نږدې ۲۱۰ زره تنه به جدي درملنې ته اړتیا ولري او له دې ډلې؛ د دې ناروغۍ له کبله د ۱۱۰ زرو تنو د مړینې اټکل شتون لري.
د عامې روغتیا وزیر، د هرات حالت جدي وباله او ټینګار یې وکړ: له سبا راهیسې، په هرات ولایت کې د ورځې لخوا د ګرځبندۍ چارې عملي کیږي، که نه په دې ولایت کې به ورځ تربلې پيښې ډیرې شي.
د عامې روغتیا وزیر وویل چې افغانستان د کرونا ویروس په لوړه کچه کې، د نورو هیوادونو په پرتله، ښه حالت لري.
هغه دا ښه حالت د لا ډیرو ښو تابیاوو، د ډير ملاتړ د ترلاسه کولو او د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولتي، سیاسي، ټولنیزو او روغتیايي بنسټونو د یووالي لپاره زرین فرصت وباله.
د عامې روغتیا وزیر، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د اساسي هڅو په برخه کې د هیڅ ډول همغږۍ په شتون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په سمه توګه په ټوله کچه هر ډول ملاتړ شتون لري.