1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز،بلخ او تخار ولایتونو کې ۳۰ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

تلفات-سربازان
01 Jan 2020

په کندز،بلخ او تخار ولایتونو کې سیمه ییز پازوال منلې چې په دې ولایتونو کې د طالبانو تیرې شپې(درې نۍ) یرغلیزو بریدونو په پایله کې،لږ تر لږه ۳۰ افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او لس نور ټپیان شوي دي.

 په کندز،بلخ او تخار ولایتونو کې سرچینې او سیمه ییز پازوال په دې ولایتونو کې د یوشمیر سرتیرو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د کندز د ولایتي شورا غړې فوزیه یفتلي آرزو ټلویزیون ته وویل چې ۱۵ امنیتي ځواکونو د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو په شپه مهال بریدونو کې وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

میرمن یفتلي ټينګار وکړ چې د ملي امنیت،ملي اردو سرتیري او سیمه ییز پاڅون وال د دې پیښې په مرګ ژوبله کې شامل دي.

هغه د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د لوړیدو لامل بولي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفی‌الله امیری هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د برید او په کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې پخلی کوي.ښاغلي امیری ټینګار وکړ چې دوی تل د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې اړوند له مرکزي حکومت سره خپله اندیښنه شریکه کړې چې ورته پاملرنه نه ده شوې.

له دې سره هم مهاله،د طلبانو ډلې تیره شپه په بلخ ولایت کې هم د پولیس سرتیرو پر پوستو برید کړی دی چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد د دې خبر پخلی کوی او وایې چې دا پیښه د بلخ ولسوالۍ “بابه یوسف” کلي په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي فرهاد وویل دې سیمې ته د مرسته کوونکو ځواکونو په رسیدو سره، اوسمهال دا سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

له بلې خوا د تخار په درقد ولسوالۍ کې هم د طالبانو په برید کې ۷ امنیتي ځواکونو خپل ژوند بایللی،د تخار د پولیس مشرۍ ویاند خلیل اسیر د دې خبر په تایید سره وویل چې دا ځواکونه له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

هغه همدا شان وویل چې په دې نښته کې ۱۶ وسله وال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي.

په څو وروستیو ورځو کې،شمالي ولایتونه په تیره بیا بلخ،تخار او جوزجان ولایتونه د سختو او درندو نښتو شاهد وو او په کې امنیتي ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې ټولو سره،یو شمیر قانون جوړونکي امنیتي بنسټونه په عملیاتو کې د یوې سمې خپرونې په نه لرلو تورنوي او له ترهګریزو ډلو سره په جګړه کې د کړنچارې نه بدلون د دې ډلو د خوځښتونو د زیاتوالی لامل بولي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي