1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز او فاریاب ولایتونو کې طالب جنګیالیو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې

تلفات
29 Aug 2020

افغان پوځ په کندز ولایت کې وسله والو طالبانو ته له درندې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د  ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ۳۱ وسله وال طالبان هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول چې غوښتل یې د دې ولایت پر امام صاحب ولسوالۍ برید وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو څلور ډلمشران هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یوه بل خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې د ۱۲ طالب جنګیالیو له وژل کیدو خبر ورکوي.