کندز یو له کرنیزو ولایتونو شمیرل کیږي خو سږ کال بیا په دې ولایت کې د تازه میوو د پیداوارو له کمښت څخه اندیښې ډيرې شوې دي.
د کندز د کرنې ادارې د پازوال د وړاند وینې پربنسټ، په دې ولایت کې د ډیریو تازه میوو حاصلات تر ۳۰ سلنې کم شوي دي.
د دې ولایت د کرنې ریاست مشر عبدالهادي قرلق وايي چې د ډيریو میوو د صاحلاتو کمښت له کبله به سږ کال د هیواد نورو برخو ته د دې ولایت د میوو صادرات ترسره نشي.
له دې اندیښنو سره هم مهاله، یو شمیر بڼ لرونکي بیا له سیمه ییز او مرکزي حکومت څخه غواړي چې د ژر رسیدونکو میو ساتنې لپاره سړې خونې جوړې او همدا شان د دوی میوو ته بازار موندنې په برخه کې هڅه وکړي.
له دې سره هم مهاله د کندز کروندګر د امنیتي پیښو له اړخه هم زیان منونکي دي.
د دوی په وینا د جګړو په زور اخیستلو سره ډیریو ځمک لرونکو او مالدارانو خپلې سیمې پرې ایښتي او د دوی ټولې کروندې بې برخلیکه پاتې دي.