1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز کې د تازه میوو د حاصلاتو ډیروالی

تربوز
16 Jun 2020

سږکال په کندز ولایت کې د هیندواڼو او خټکیو پيداوار لس سلنه ډیروالی ښيي.

د کندز د کرنې او اوبو لګولو مشر، عبدالهادي قرلق آرزو ټلویزیون ته وویل چې د دوی د شمیرنو له مخې، سږکال په دې ولایت کې د هیندواڼو پیداوار نږدې ۱۰۰زره مټریک ټنو او د خټکیو پيداوار ۱۱۰ زره مټریک ټنو ته لوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په روان کال کې د کروندګرو د پیداوارو د ښه پلور په موخه، دا بنسټ د سوداګرو او کروندګرو په همغږۍ هڅه لري چې په نږدې ورځو کې، د دې ولایت خټکي او هیندواڼۍ نورو ولایتونو ته صادرې کړي.

په همدې حال کې، یو شمیر کروندګر وایي چې د سږکال پیداوار ښه کیفیت لري او باید د پلور لپاره یې ښه زمینه برابره شي.

د ګزارشونو پر بنسټ، سږکال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د تازه میوو حاصلات ښه دي. خو کروندګر تل د بازار او د دې میوو د ساتنې لپاره د مناسب ځای نشتون د دوی پر وړاندې پرتې ستونزې یادوي او ویلي چې هر کال له همدې کبله ډیر شمیر پیداوار یې فاسده کیږي.