د کندز د ولایتي شورا یو شمیر غړي او د دې ولایت اوسیدونکي وایي، په دې ولایت کې نښتې همداراز روانې دي او ډیرۍ لویې لارې د طالبانو ډلې په ولکه کې دی.
کندز ښار ته څیرمه د نښتو ډیریدو، د کندزیانو ورځینی ژوند د هرې ورځې په تیریدو سره، لا سختوي.
د کندز یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې د حکومت امنیتي سیمه لا محدوده شوې او اوس مهال ډیرې لویې لارې هم د طالبانو په ولکه کې دي.
د کندز اوسیدونکي، سمیع الله آرزو ټلویزیون ته وویل: ورځ او شپه جګړه وي. ماشومانو تکلیف پیدا کړی او له بده مرغه دولت هم سمه عملیاتي برنامه نلري.
د کندز بل اوسیدونکي، فیصل نوري هم په دې تړاو وویل: د هرې ورځې په تیریدو سره، له امنیتي پلوه د حکومت سیمه په محدودیدو ده. لویې لارې د تړل کیدو په حال کې دي، امنیتي بنسټونه باید ویښ شي.
د کندز ولایتي شورا هم دا مني چې په دې ولایت کې جګړې او په ځانګړې توګه په ښار کې ډيرې شوې دي.
د کندز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني آرزو ټلویزیون ته وویل: په ټول کندز کې نښتې روانې دي او د هرې ورځې په تیریدو سره حالت نازکیږي. باید د سیمه ییز او مرکزي حکومت له لورې پاملرنه وشي.
له بلې خوا، امنیتي سرچینو آرزو ټلویزیون ته ویلي چې طالبانو تیره شپه (پیلنۍ، لړم۱۷)، په امام صاحب ولسوالۍ کې په یو شمیر امنیتي اډو بریدونه کړي چې په پایله کې یې، نږدې لسو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور هم ټپیان دي.
د دې سرچینو په وینا، سیمې ته مرستندویه ځواک استول شوی، خو ترواسه په حالت کې مثبت بدلون ندی راغلی.
په همدې حال کې، د ۲۱۷ پامیر قول اردو قومندان، علي یزداني، په وروستیو اوونیو کې د طالبانو د بریدونو د ډيریدو پخلی کړی دی.
خو هغه وویل چې له مرکز څخه د ډير شمیر ځواکونو استولو سره، د بریدونو مخنیوی شوی او طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندز د هیواد په شمال کې یو له ناکرارو ولایتونو شمیرل کیږي چې په تیرو پنځو کلونو کې، مرکز یې دوه ځلي د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.
د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي هیښتیا ورکوي که مرکزي حکومت دې ولایت ته پاملرنه ونکړي، د طالبانو لاس ته د دې ولایت د یو شمیر برخو لویدل، له تصوره لرې نده.