1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز کې د طالبانو د بریدونو شنډیدل

کندز-حملات-طالبان
19 May 2020

په شمال ختیځ کې امنیتي پازوال وایي چې د دې ډلې بریدونه په شا تمبول شوي او له سلو ډیر طالب جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې مړه او ټپیان شوي.

 

تیره شپه ناوخته (دوه نۍ،غوایي۲۹)، طالب جنګیالیو له ګڼو خواوو په کندز کې په امنیتي اډو او د ښار په ورونو بریدونه وکړل او دا نښتې د نن (درې نۍ) تر سحاره، روانې وې.

په شمال ختیځ کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو قوماندان په دې اړه وویل چې امنیتي ځواکونو له وړاندې په ښار د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره چمتووالی درلود.

د ښاغلي یزداني په وینا، د دې ډلی جنګیالیو غوښتل چې د کندز ښار ته ننوځي چې له درندې مرګ ژوبلې سره مخ شول او له دې سیمو وتښتیدل.

هغه زیاته کړه چې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې په پایله کې، له سلو ډیر طالب جنګیالي مړه او ټپیان شوي او اوس امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

خو د طالبانو د بریدونو ډیریدل، هغه هم د کندز ښار ته څیرمه، د دې ولایت د اوسیدونکو اندیښنې راپارولې دي.

د کندز یو شمیر اوسیدونکي هیښتیا ورکوي چې د دې ولایت امنیتي حالت ته د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې، د طالبانو له لورې د کندز د بیا سقوط اټکل شتون لري.

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یرغلیز بریدونه او چاودنې، په داسې حال کې ډيرې شوي چې تیهر اوونۍ، ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې د یرغلیزو عملیاتو سپارښتنه وکړه او د هیواد له پوځیانو یې وغوښتل چې د زور په ښودلو سره، طالبان د تلپاتې سولې د ټینګیدو لپاره، د سیاست میز ته راوکاږي.