1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز کې د طالبانو د بریدونو ډيریدل؛ لسګونه تنه مړه او ټپیان روغتون ته لیږدول شوي

ثصصص
07 Aug 2021

سیمه ییز پازوال وایي چې طالبانو جمعه شپه (زمري پنځلسمه)، په کندز ښار خپل یرغلیز بریدونه له سره پیل کړل، خو د دې بریدونو مخنیوی شوی او طالبانو شاتګ کړی.

 

په کندز ښار د طالبانو د یرغلیزو بریدونو د ډیریدو وروسته، نن (پیلنۍ، زمري شپاړلسمه)، د ښار مرکز پوځي څهره غوره کړې او د ښار دننه هټۍ هم تړلې دي.

د جګړې ډیریدو، د دې ولایت اوسیدونکي اندیښمن کړي او د راپورونو پر بنسټ، سلګونه تنه کورنۍ د نښتو د ډيریدو له کبله کرارو سیمو ته تللې دي.

صبور د کندز ولایت له اوسیدونکی دی، دی وایي چې نښتې له تیرې شپې راپدیخوا ډيرې شوي او خلکو خپل کورونه پرېښي دي. د هغه په وینا، خلک حتی اوبه او بریښنا نلري.

د کندز اوسیدونکي همداراز له حکومت څخه غواړي چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره چانیز عملیات پیل کړي.

د کندز ولایت واکپال، نجیب الله عمرخیل د دی پخلی کوي چې طالبانو تیره شپه له پنځو ځایونو په کندز ښار بریدونه کړي. د هغه په وینا، د طالبانو دا بریدونه په شا تمبول شوي او دې ډلې ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

نښتو له تیرو شپو راهیسي، مرګ ژوبلې هم لرلې دي.

د کندز د عامې روغتیا مشر، احسان الله افضلي آرزو ټلویزیون ته وویل چې تراوسه د جګړو له کبله یوولس تنه مړي او ۳۹ تنه ټپیان د کندز روغتون ته لیږدول شوي دي.

د کندز د عامې روغتیا مشر زیاتوي چې یو شمیر ټپیان د شونتیاوو د نشتون او د امبولانسونو کمښت له کبله روغتونونو ته لیږدول شوي ندي.

له دې سره، امنیتي پازوال د کندز د امنیتي حالت د ښه کیدو او د طالبانو لاسته د دې ولایت د نه لویدو ډاډ ورکوي.

په شمال کې د کومانډو ځواکونو د دویم کنډک قومندان، حاجي محمد وویل چې له څو لارو د طالبانو د بریدونو مخنیوی شوی او د هغو د جګړې یو مسوول هم وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې ولایت کې امنیتي حالت په ښه کیدو دی او ډاډ ورکوي چې کندز به سقوط ونکړي.

له دې ټولو سره، د هیواد په ډیریو ولایتونو کې وروستۍ نښتې په تیرو شلو کلونو کې مخینه نلري او د طالبانو لاسته د لګونو ولسوالیو د لویدو په لړ کې، دې ډلې په دې وروستیو کې د ښارونو په مرکزونو هم بریدونو ته زور ورکړی دی.