په دی ولایت کې یو شمیر صنعتګړي او سوداګرې میرمنې وایې د جګړی له زور سره،د میرمنو یو شمیر سوداګریزي راګړی ورکړی دریدلي دې او د لاسی توکیو د پلور او تولید برخه هم لږ شوی ده.
هاجره یوه له هغو نجونو څخه ده چې په کندز ښار کې په فني او حرفوي مرکز کې د سیمه ییزو کالیو په تولید او جوړولو بوخته ده.
دا وایي چې په تیرو کې یې ښه تولیدات او پلورنې لرلې چې حتی کولای یې شول خپل لاسي رغاوو د هیواد نورو ولایتونو ته هم صادر کړي، خو د وروستیو جګړو له کبله یې فعالیتونه په ټپه دریدلې دي.
بصیره بیا په دې مرکز کې په خیاطۍ او ګلدوزۍ بوخته دی، دا وایي چې مسلک سره یې مینه لري او له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه ترلاسه کوي.
خو ټینګار لري چې وروستیو ناکراریو د کندز د ټولو اوسیدونکو او په ځانګړې توګه د سوداګرو میرمنو پر کار بدې اغیزې کړې دي.
د کندز د ښځو چارو ریاست هم دا مني چې د نښتو دوام د دې ترڅنګ چې د ښځو روح او روان ته تاوان رسولی، د دوی اقتصادي او تولیدي صنایعو ته یې هم تاوان رسولی دی. صادی و صنایع تولیدی آنان نیز آسیب رسانیده است.
له دې سره د کندز د ښځو چارو ریاست همداراز ټینګار لري چې که څه هم د دې ولایت په دولتي بنسټونو کې د ښځو حضور لږ دی، خو د حکومت د ملاتړ په صورت کې، دوی به په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د پام وړ پرمختګ ولري.