1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز کې د هاوان ګولۍ لګیدو له کبله ۱۲ تنه مړه او ټپیان شول

کندز-1536x1087
02 Nov 2020

د کندز ولایت په انګړ کې د هاوان د یوې ګولۍ له کبله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي چې د هاوان دا ګولۍ تیره ورځ مازیګر(لړم/عقرب ۱۱مه ) د کندز ولایت په انګړ کې د والیبال په یوه لوبغالي کې لګیدلې چې په پایله کې یې د والي څلورو ساتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ پولیس او د ولایت دوه کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي  وايي چې د هاوان دا ګولۍ هغه مهال لګیدلې ده چې سرتیري د والیبال په لوبه بوخت وو.

ښاغلی مرادي زیاتوي چې دا هاوان د وسله والو مخالفینو له لوري توغول شوی دی.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.