| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په کندز کې د پوځیانو په اډو د طالبانو د بریدونو ډیروالی
31 Oct 2020
سیمه ییزې سرچینې پخلی کوي چې له دوو ورځو راپدیخوا، د څلورمې او دویمې امنیتي حوزو کې د دولتي سرتیرو درې اډې د طالب جنګیالیو له لورې کلابندې شوي او د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې، اټکل کیږي دا اډې د مخالفینو لاس ته ولویږي.
د سویلي ولایتونو ترڅنګ، خلک د هیواد په نورو ولایتونو کې هم له خپل امنیت څخه ښه حال نه لري.
په کندز کې، ګزارشونه د ولایت مرکز ته نږدې د طالبانو د پرمختګونو حکایت کوي.
د دې سرچینو په وینا، د څلورمې او دویمې امنیتي حوزو کې د دولتي سرتیرو درې اډې د طالب جنګیالیو له لورې کلابندې شوي.
د کندز اوسیدونکي همداراز د دې پخلی کوي چې تیره ورځ طالب جنګیالیو حتې ښار ته نږدې بریدونه کړي او له امنیتي سرتیرو سره یې نښته کړې.
د کندز اوسیدونکی، محمد خالد وویل: په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو ډیره شوي او حتې ښار ته نږدې یې د پوځیانو په اډو بریدونه کړي.

د کندز والي چې د پوځیانو د یو شمیر اډو د څیړلو په موخه راوتلی، د چاڼیزو عملیاتو د پیل او د امنیتي حالت د بیا ښه کیدو خبر کوي.
هغه خبریالانو ته د دې پخلی وکړ چې طالبانو تیره شپه د کندز ښار ته نږدې بریدونه او خلک یې زیانمن کړي.
له بلې خوا، د جګړې په لیکه کې یو شمیر سرتیري په کندز کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي ډاډ ورکوي.
که څه هم د تاوترخیوالي کمښت د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک اصلي برخه ده، خو په وروستیو ورځو کې دې ډلې خپل بریدونه حتې د لویو ښارونو ته نږدې پراخ کړي؛ هغه څه چې حکومت او تګلاریز ملګري یې، د دې سند ښکاره نقض بولي.
