په کندز ولایت کې د یوې کورنۍ اته (۸) غړي په ډزو سره وژل شوي دي.
د کندز پولیس وایي چې یوه کس تیره شپه نا وخته د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې خپل ورور،وریندار له خپلو شپږو (۶) وریرونو سره وژلي دي او دوه کسه یې هم ټپیان کړي دي.
د کندز پولیس زیاتوي چې دا پيښه د حقوقي دعوي له کبله رامنځته شوې او په تړاو یې د وژل شوي کس ورور نیول شوی دی.
په همدې حال کې په لغمان ولایت کې یوه کس خپله میرمن او خواښې وژلي دي.
د لغمان سیمه ییز پازوال وایي دې کس په مهترلام ښار کې د خپله میرمن او خواښې د کورني تاوتریخوالي له کبله په ډزو وژلي دي.