1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز کې لس وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي

842239
12 Sep 2019

د کندز پولیس په دې ولایت کې د نږدی لسو وسله والو طالبانو له مړه او ټپي کیدو خبر ورکوي.

د دې ولایت امنیې قوماندانۍ اعلان کړی دی چې ۶ وسله وال طالبان له چهاردرۍ ولسوالۍ څخه قلعه زال ولسوالۍ ته د مرستو د لیږد پر مهال تر هوایې برید لاندې راغلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دوه نور طالب جګړه مار له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د کندز ښار په لومړۍ ناحیه کې وژل شوي او د سیف الله په نوم یو سرګروپ چې په شمشاد مشهور دی ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي