| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په کندز کې ناکرارۍ؛ نږدې یوولس زره کورنۍ بېځایه شوي
24 Jan 2021
د کندز ولایتي شورا په دې ولایت کې د جګړو له دوامه د اندیښنو ښودلو سره وایي چې بېځایه شوي بیړنیو او دوام لرونکو مرستو ته اړتیا لري.
په کندز کې د جګړو ډیروالي، زرګونه کورنۍ نسبتاْ امنو سیمو ته پناه وروړلو ته اړ کړي. د کندز د ولایتي شورا د شمیرنو پر بنسټ، په دې ولایت کې د جګړو په بایله کې یوولس زره کورنۍ بیځایه شوې دي.
دا کورنۍ وایي چې په اوسنۍ سړوښه کې، د سرپناه پرته شپې سبا کوي او له بلې خوا، د لومړنیو شونتیاوو نشتون، دوی د ژوند له ګړاوونو سره مخامخ کړي دي.

یو شمیر دا بېځایه شوي نن (یوه نۍ، سلواغې پنځمه)، د کندز ولایتي شورا مقر ته راغلي، او وایي چې په تیرو شپږو میاشتو کې، دوی ته هیڅ مرسته نده شوی او له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
ډیرۍ دا کورنۍ وایي چې په جګړو کې یې خپل کور او کار پریښی او د جګړو پرمهال، د دوی کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا مشر، محمدیوسف ایوبي هم د دې کورنیو ستونزې مني.
هغه وویل چې مرستې شوي، خو بسنه نه کوي. ښاغلی ایوبي ټینګار کوي چې بېځایه شوي بیړنیو او دوام لرونکو مرستو ته اړتیا لري او حکومت او مرستندویه بنسټونه باید دې ته پاملرنه وکړی.
خو سیمه ییز پازوال وایي چې په وروستیو اوونیو کې، یو شمیر بیځایه شویو سره نقدي او غیرنقدي مرستې شوې دي.
د کندز د والي ویاند، عصمت الله مرادي د دې مطلب څرګندولو سره وویل چې بېځایه شویو سره د مرستو لپاره د سیمه ییزې ادارې هڅې روانې دي.
له دې ټولو سره، که څه هم د بشري حقونو بنسټونو تل د وسله والو جګړو پرمهال د بشري حقونو په نه نقض ټینګار کړی، خو د افغان امنیتي سرتیرو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړو دوام، امنو سیمو ته د ډیرو کورنۍ د پناه ور وړلو لوی لامل دی.
