1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندز کې پنځو امنیتي سرتیرو له طالبانو سره په نښته کې خپل ژوند بایلود

Konduz
13 Feb 2021

پنځو امنیتي ځواکونو په کندز ولایت کې له طالبانو سره په نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندز د ولایتي شورا یو غړی وایي چې تیره شپه نا وخته وسله والو طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو برید وکړ چې په دې نښته کې پنځو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

امنیتي پازوال د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.